• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ملکیت له لېږدېدو څخه مالیه

    پر عايداتو د مالياتو قانون درويشتمه ماده لومړۍ او دويمه فقره
    د ملکیت له لېږدېدو څخه مالیه
    درویشتمه ماده:
    (۱) د لاندې شتمنیو د پلورلو، تبادلې یا د ملکیت د نورو هر ډول لېږدېدو له درکه تر لاسه شوې گټه د مالیې وړ گټه ګڼل کېږي:
    ۱- د سرقلفۍ په شمول د کسب یا سوداگرۍ پرېښودل.
    ۲- د تجهیزات، ماشین آلاتو، ودانیو، ځمکې (اراضۍ) او یا د هغو د اجزاؤ په شمول فابریکه.
    ۳- هغه تجهیزات چې په سوداگریز کار او فعالیت او د اشخاصو او مالونو په حمل او نقل کې استعمالېږي.
    ۴- په سهامي یا محدود المسؤلیت شرکت کې ونډې.
    (۲) له میراث څخه د پیدا شوې منقولې او غیرمنقولې شتمنۍ له لېږدېدو څخه لاسته راغلې گټه د دې مادې په (۱) فقره کې له درج شوي حکم څخه مستثنی ده.