شلمه ماده - د کورنیو سرچینو عواید:
پر عايداتو باندې د مالياتو قانون
شلمه ماده – د کورنیو سرچینو عواید:
(۱) د کورنیو سرچینو عواید په لاندې ډول دي:
۱- د پورونو ټکټانه، گټه ایزې (مفادي) تحویلۍ او پانگه اچونه.
۲- له هغو مېشتو شرکتونو څخه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د ونډې د گټې عواید.
۳- د خدمتونو په وړاندې د معاش، حق الزحمې او له آزادو شغلونو څخه د مزدورۍ عواید.
۴- د کرایو او له منقولو او غیرمنقولو مالونو څخه د حق الامتیاز عواید.
۵- د منقولې او غیرمنقولې شتمنۍ د پلورنې عواید.