• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د ارزښت پر زیاتوالي مالیې د تصدیق پاڼو د ورکړې غونډه ترسره شوه.

    vat123.jpg

    20 جوزا 1400
    چهارشنبه، د غبرګولي۱۹مه ۱۴۰۰ه.ل
    سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د ارزښت پر زیاتوالي مالیې د تصدیق پاڼو د ورکړې مراسم نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیې وزارت د سرپرست محمد خالد پاینده په حضور کې ترسره شول.
    دغه غونډه چې د عوایدو عمومي رییس نصرالله درانی، د افغانستان د خونو فدراسیون عمومي رییس محمد اسماعیل غضنفر، د مالیې وزارت مشرتابه غړو، د خصوصي شرکتونو استازو او رسنیو ګډون درلود، د قران کریم په مبارکو ایاتونو او د ملي سرود په غږولو پيل شوه.
    د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه، چې د ارزښت پر زیاتوالي مالیه د ثبات او ځان بسیاینې بنسټ دی، تلپاتې عواید لري او کولای شي اقتصاد کې بدلون راولي.
    د ارزښت پر زیاتوالي مالیه چې پلي کول به یې په ۱۴۰۱ مالي کال کې پیل شي، کولای شي د لګښتونو د کنټرول او د صادراتو په زیاتوالي کې یوه غوره انګېزه را منځ ته کړي او مارکېټ له فساده وژغوري. نوموړي زیاته کړه، چې د ارزښت پر زیاتوالي مالیه موږ سره مرسته کوي چې غیر رسمي اقتصاد رسمي کړو او کورني ناخالص تولید ته لا وده وړکړو. د دغه میکانیزم په پلي کولو سره کولای شو تر ۲۰۲۶ کاله پورې له ۲۰ملیاردو افغانیو زیاد عواید را ټول کړو.
    د افغانستان د خونو فدراسیون عمومي رییس محمد اسماعیل غضنفر، له مالیې وزارت څخه د مننې ترڅنګ د عوایدو لوړېدو په برخه کې له خصوصي سکټور څخه وغوښتل، چې د مالیې په ورکولو د حکومت د خدمتونو وړاندې کولو ملاتړ وکړي. همدا شان نوموړی، له مالیې وزارت څخه د فساد د مخنیوي او همغږۍ د نه شتون له کبله په خصوصي سکټور باندې د یو شان مالیې وضع کولو غوښتونکی شو.
    د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییس نصر الله دراني د ارزښت پر زیاتوالي مالیې په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په تېرو کلونو کې مو ونه شو کولای د مختلفو لاملونو له کبله دغه سیستم تطبیق کړو. د ارزښت پر زیاتوالي مالیې پلي کول له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د حکومت ژمنه وه. دغه سیستم د خصوصي سکټور په وده کې مهم رول لري. موږ د خصوصي سکټور په ملتیا وکولای شول د دې سیستم تخنیکي د ستونزو په لرې کولو سره په ۱۴۰۱ کال کې یاد سیستم پلی کړو.
    د دې پروګرام په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د مالیې وزارت د سرپرست له لوري د خصوصي سکټور یو شمېر استازو ته د ارزښت پر زیاتوالي مالیې تصدیقپاڼې هم ورکړل شوې.
    د یادونې وړ ده، چې د ارزښت پر زیاتوالي مالیه غیر مستقیمه مالیه ده، چې د تولید، وېش او محصول د وړاندي کولو له بېلابېلو پړاوونو اخیستل کېږي.