• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي شخړو د حل بهير روزنيز پروگرام ترسره شو

    3 سنبله 1398
    ۳ وږی ۱۳۹۸ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د ماليه ورکوونکيو د شکايتونو د اورېدلو رياست د ماليه ورکوونکيو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره د ابتدايي مالياتي محکمې د قاضيانو او د مالياتي مسئلو د حل د څارنوالانو په حضور کې تر سلو زياتو ماليه ورکوونکيو لپاره د مالياتي شخړو د حل روزنيز پروگرام د گمرکونو او مالياتو آکاډمۍ کې جوړ شو.
    پروگرام د ماليه ورکوونکيو د شکايتونو اورېدلو رئيس نکمت الله خوستوال په خبرو پيل شو او برخوالو ته د هرکلي ويلو تر څنگ يې د مالياتي شخړو د حل بهير هم تشرېح کړ.
    ورپسې د مالياتي شخړو ته د رسېدلو ابتدائيې محکمې رئيس قضاوتيار شمس الحق حقمل د مالياتي محکمې د اعتراضونو ته د رسېدنې قوانين او پړاوونه تشرېح کړل.
    په پای کې يو پرانستی بحث د برخوالو پوښتنو ته د ځواب ويلو لپاره رامينځته شو.
    د دغه بحث غړي د مالياتي مسئلو ته د رسېدلو د ابتدائيه محکمې رئيس، د ماليه ورکوونکيو د شکايتونو د اورېدلو رئیس، د سترو، منځنيو او کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياستونو استازي او د عوايدو لوی رياست د ارزوونکې څانگې استازي وو.
    په دې بحث کې د برخوالو مالياتي پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وړاندې شول او د دغه بحث بنسټيز موارد مالياتي جريمې، باقيدارۍ، مالياتي اظهارليک، مالياتي قوانين او د اسنادو ساتل وو.