• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    پر عايداتو باندې د مالياتو قانون (د مجرایۍ وړ لگښتونه)

    اتلسمه ماده:
    ۷- منقول او غیرمنقول مالونه د (کرنيزې ځمکې) په استثنی چې په کار او سوداگرۍ کې تر گټې اخيستنې لاندې نیول شوي، یا د عایداتو د تولید په منظور د مؤلد په واک کې وي، استهلاک يې پر عایداتو باندې دمالیاتو د تعلیماتنامې مطابق، دمجرایي وړ دي. د مال یا ملکیت د استهلاک ټول کسرات د هغو له تمامې شوې بیې څخه زیات مالیه ورکوونکي ته د مجرایۍ وړ نه دي. که چېرې حقیقي یا حکمي شخص د شتمنۍ د لاسته راوړلو په بدل کې له ورکړو څخه د دې قانون د حکمونو د دوه اویایمې مادې د حکم مطابق مالیه وضع نه کړي، دهغه د شتمنۍ د تمامې شوې بیې د هغې برخې د استهلاک چې له هغې څخه مالیه وضع شوې نه ده، د مجرایۍ مستحق نه گرځي.