• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي جريمو د معافيت خبرتيا

    د خصوصي سکټور د پرلپسې غوښتنو او د ماليې وزارت د وړانديز او د افغانستان اسلامي جمهوري رياست عالي مقام د حکم پر بنسټ د سوداگرو، د شرکتونو څښتنانو او د گرانو ماليه ورکوونکيو د هڅولو او په خپله خوښه د هغوی د مالياتي باقياتو د تصفيې او د قانون د احکامو د تطبيق په موخه د ۱۳۸۱ مالي کال څخه نيولې د ۱۳۹۹ مالي کال تر لومړيو دوو ربعو پورې د اضافي ماليو (د ماليې ځنډ او د مالياتي اظهارليکونو د ځنډ د جريمو) معافيت د ۱۴۰۰ مالي کال تر پای پورې په لاندې ډول منظور او تمديد کړی دی.
    که چېرې باقيدار ماليه ورکوونکی له ۲۰٪ اضافي ماليې سره خپله اصلي ماليه او هغه ماليه ورکوونکی چې يوازې د اضافي ماليې له مخه باقيدار دی، ۲۰٪ اضافي ماليه د ۱۴۰۰ مالي کال تر پايه ورکړي، له پاتې ۸۰٪ اضافي مالياتو څخه معاف کېږي.
    د يادونې وړ ده چې دغه امتياز يوازې او يوازې د ۱۴۰۰ مالي کال له پاره او د غځېدو وړ نه دی.
     د لا زیاتو معلوماتولپاره  د ۱۰۰۰ شمیرې سره اړیکه ونیسۍ.