• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي تصفيه‌ليک يا ابتدايي تحقق خبرتيا

    ټولو هغه ماليه ورکوونکيو ته په درناوي سره خبر ورکول کېږي چې د ۱۳۹۹ مالي کال کلني اظهارليکونه يې په مرکز او ولايتونو کې اړوندو مالياتي ادارو ته وړاندې کړي دي او په مالياتي ادارو کې يې د مالياتي تصفيه‌ليک يا ابتدايي تحقق چاپ تر قانوني وخت (۲۱ کاري ورځو) ډېر وخت نيولی وي، د کار نه ترسره کېدو پر مهال د عوايدو لوی رياست د اړيکو مرکز له يو زر (۱۰۰۰) شمېرې سره اړيکه ټينگولی شي او يا هم نېغ په نېغه د اړوندې مالياتي ادارې له رئيس سره مخامخ خپله اړونده موضوع شريکولی شي چې چارې يې پر مخ ولاړې شي.