• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د دولتي شرکتونو او تصديو له استازيو سره وليدل

    meeting1.jpg

    25 حمل 1400
    ۲۳ حمل ۱۴۰۰ – د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي نصرالله دراني د دولتي شرکتونو او تصديو له رئيسانو او د مالي برخې له استازيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د مقام د غونډو په تالار کې وليدل او د پينځه اويا فيصد (۷۵٪) مازاد مفاد د پورونو د ورکړې پر ميکانيزم يې سره خبرې وکړې.
    په دې ليدنې کې د دولتي شرکتونو او تصديو لوی رئيس او د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين د مقروضيتونو د تحصيل په اړه په تفصيل سره تخنيکي خبرې وکړې.
    د تخنيکي بحثونو په پايلې کې پر دې پرېکړه وشوه چې هره تصدي بايد د خپل پور د ورکولو او اداينې له پاره عملياتي پلان ولري او خپل قرضونه دې ژر تر ژره د ماليې وزارت حساب ته حواله کړي او په همدې ډول، که چېرې هره تصدي د ماليې وزارت همکارۍ ته اړمنه وي، نو په ورين تندي به يې لاسنيوی کوي.
    د يادونې وړ ده چې د دغو مازاد مفاد پورونو د حصول له پاره په راتلونکي کې نورې غونډې هم ترسره کېږي.