• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ارزښت پر زياتوالي د ماليې په اړه آکاډميک بحث ترسره شو

    VTA.jpg

    23 حمل 1400
    ۲۳ وری ۱۴۰۰ لمريز – د يوه روزنيز ورکشاپ او ازاد بحث په ډول د کاردان پوهنتون د غونډو په تالار کې د دغه پوهنتون د سوداگريزې ادارې د ماسټرۍ د څانگې استادانو، علمي څېړونکيو او محصلانو ته د ارزښت پر زياتوالي د ماليې قانون او د دغه قانون د اړوندو مواردو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
    د ورکشاپ پيل د عوايدو لوی رياست اړوند د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلي احسان الله هلالي په خبرو وشو او په پيل يې کې برخوالو ته د هرکلي تر څنگ په خپلو خبرو کې وويل چې دغه قانون او ماليه به په افغانستان کې د راتلونکي مالي کال له په عملي ډول تطبيقېږي او ښه والی يې دا دی چې د مالياتي فرار مخه ورباندې نيول کېږي.
    ورپسې د لويو ماليه ورکوونکيو رياست اړوند د ارزښت پر زياتوالي د ماليې آمريت د کارکوونکي ښاغلي احمد يما نورزي له لوري برخوالو ته هراړخيز معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو.
    په پای کې په همدې اړه د برخوالو له لوري هراړخيز آکاډميک بحث وشو، د هغوی نظرونه واخيستل شول او د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلي احسان الله هلالي او د عوايدو لوی رياست اړوند بين المللي ماليې آمر ښاغلي رحمان الله شهاب له لوري د هغوی پوښتنو ته هراړخيز ځوابونه وويل شول.
    د يادونې وړ ده چې د ارزښت پر زیاتوالي د ماليې قانون په نهو څپرکيو او پېنځه دېرشو مادو کې ترتیب دی چې د ملي شورا له لوري تصویب شوی او مقرره یې د وزیرانو شورا له لوري هم منظوره شوې ده.