• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې استازيو ته د پر زياتي ارزښت ماليې په اړه پوهاوی ورکړل شو

    vat.jpg

    17 حمل 1400
    ۱۶ وری ۱۴۰۰ لمريز – د يوه روزنيز ورکشاپ په ترڅ کې د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې غړيو او استازيو ته د پر زياتي ارزښت د ماليې قانون او د دغه قانون د اړوندو مواردو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
    د ورکشاپ پيل د عوايدو لوی رئيس ښاغلي نصرالله دراني په خبرو وشو او په پيل يې کې برخوالو ته د هرکلي تر څنگ په خپلو خبرو کې وويل چې دغه قانون او ماليه د ملي عوايدو کچه لوړولی شي او تر ټولو ستر ښه والی يې دا دی چې د مالياتي فرار مخه نيسي او د نورو مالیاتو په پرتله په اسانۍ سره تادیه او حصول کېږي.
    ورپسې د لويو ماليه ورکوونکيو رياست اړوند د پر زياتي ارزښت ماليې آمريت د کارکوونکي ښاغلي حامد وردگ له لوري برخوالو ته هراړخيز معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو.
    د پرېزنټېشن په يوې برخې کې راغلي وو: “د مالیې وزارت دغه قانون پر هغو سترو شرکتونو پلی کوي چې داخلي عواید يې ۱۵۰ میلیون افغانۍ او یا تر هغو ډېرې وي او ورو ورو به په منځنیو او کوچنیو مالیه ورکوونکيو هم پلی کېږي. د پر زياتي ارزښت ماليه د انتفاعي معاملو د مالیاتو ځايناستې ده چې ښې اسانۍ لري او معیاري نورم یې ۱۰ سلنه دی.”
    په پای کې په همدې اړه د برخوالو له لوري بحثونه وشول او د عوايدو لوی رئيس ښاغلي نصرالله دراني، د دغه رياست تخنيکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري او د لويو ماليه ورکوونکيو ښاغلي رئيس احسان الله هلالي له لوري د برخوالو پوښتنو ته هراړخيز ځوابونه وويل شول.
    د يادونې وړ ده چې د ارزښت پر زیاتوالي د ماليې قانون په نهو څپرکيو او پېنځه دېرشو مادو کې ترتیب دی چې د ملي شورا له لوري تصویب شوی او مقرره یې د وزیرانو شورا له لوري هم منظوره شوې ده.