• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د لسو ولايتونو له مستوفيانو سره د عوايدو لوی رئيس ویډیویي اړيکه

    jalasa.jpg

    16 حمل 1400
    ۱۵ وری ۱۴۰۰ لمريز – د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ له لوري پر زیاتي ارزښت د مالیې له پاره د چمتووالي، د عوايدو د سمو راغونډولو، د چارو د يو ډول جوړولو او د ولايتي ريفورمونو د تطبیق په لړ کې د ۱۳۹۹ لمريز کال د مخکېنيو پروگرامونو په تعقيب د دغه مالي کال له پاره ويډيویي اړيکې پيل شوې.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلی نصرالله دراني د بلخ، پروان، پکتيا، جوزجان، فارياب، کندز، کندهار، لغمان، ننگرهار او هرات ولايتونو مستوفيانو او د عوايدو آمرينو سره د ويډيو کنفرانس له لارې په اړيکه کې شو او د ۱۴۰۰ مالي کال د عوايدي هدف پر تر لاسه کولو، د عوايدو د اوسني تنقيص په اړه د مستوفيتونو پر جدي پاملرنې او د عوایدو د لوړولو، پر زياتي ارزښت ماليې د تطبيق پر چمتووالي او نورو اړوندو موضوعاتو بحث وکړ او د ذکر شويو مستوفيتونو گټور او مؤثر فعاليتونه هم وستايل شول.
    په پای کې د مستوفيتونو په همغږۍ او همکارۍ سره د عوايدو د بهير د غوره والي او ماليه ورکوونکيو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه اړين تصاميم ونيول شول.
    د يادونې وړ ده چې د دغه ويډيو کنفرانس پر مهال د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال ښاغلی ډاکټر ميرويس بهيج، د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام آمر ښاغلی سميع الله صافی او پر زياتي ارزښت مالیې د څانگې مسؤلین هم حاضر وو.