• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ارزښت د زياتوالي د ماليې د سندونو د غوښتنې او ثبت خبرتيا

    د ارزښت د زياتوالي د ماليې قانون چې د ملي شورا تر تصويب وروسته د ۱۳۹۵ لمريز کال د وري مياشتې د ۲۵ نېټې د (۱۲۰۹) گڼې رسمي جريدې کې خپور شوی دی، د تطبيق له پاره کې اړين چمتووالي نيول شوي دي او د ۱۴۰۱ مالي په پيل کې يې عملي تطبيق پيلېږي.
    په همدې ډول د ارزښت د زياتوالي د ماليې قانون د اوومې مادې حکم له مخه هغو شرکتونو ته چې د ارزښت د زياتوالي د ماليې د ثبت شرايطو ته برابر دي، خبر ورکول کېږي چې د ثبت د پړاوونو د پر مخ بېولو دې له پاره لاندېني سندونه:
    ۱- د شرکت د اعتبار لرونکي جواز کاپي.
    ۲- د شرکت د رئيس، مرستيال او ونډه لرونکيو د برېښنايي تذکرې کاپۍ.
    ۳- که شرکت بهرنی وي، د شرکت د رئيس، مرستيال او ونډه لرونکيو د اعتبار لرونکيو پاسپورټونو کاپۍ.
    ۴- که د شرکت چارې د يوه استازي له خوا پر مخ وړل کېږي، د رسمي صلاحيت ليک کاپي چې د شرکت له لوري په کې استازي ته صلاحيت ورکړل شوی وي.
    د ۲۰۲۱ زېږديز کال د می مياشتې پر لومړۍ نېټې چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د غويي مياشتې له ۱۱ نېټې سره برابره ده، د کابل- جلال آباد پر لويې لارې د کابل گمرک تر څنگ د لويو ماليه ورکوونکيو رياست ته وړاندې کړي.
    پر دې سربېره د ثبت د بهير د بشپړولو له پاره دې خپل استازي دغې ادارې ته ولېږي چې چارې يې پر خپل وخت بشپړې شي. معلوماتو ته د لاسرسي د اړتيا پر مهال دې (۰۲۰۲۹۲۴۶۳۳) اړيکشمېرې او يا (vat2022@mof.gov.af) برېښليک سره په اړيکې ټينگولو دې خپله ستونزه حل کړي.
    د ارزښت د زياتوالي د ماليې د سندونو د غوښتنې او ثبت متحدالمال مکتوب له لاندېني لېنک څخه ښکته کولی شئ: