• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان د خونو فدراسيون استازيو ته د ارزښت د زیاتوالي د ماليې په اړه پوهاوی ورکړل شو

    meeting.jpg

    12 حمل 1400
    ۱۱ وری ۱۴۰۰ لمريز – د يوه روزنيز ورکشاپ په ترڅ کې د افغانستان د خونو فدراسيون غړيو او استازيو ته د ارزښت د زیاتوالي د ماليې قانون او د دغه قانون د اړوندو مواردو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
    د ورکشاپ پيل د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج په خبرو وشو او په پيل يې کې برخوالو ته د هرکلي تر څنگ په خپلو خبرو کې وويل: “د دغه قانون او ماليې په تطبيق سره د ملي عوايدو کچه لوړېدلی شي او موږ له بهرنيو مرستو څخه راگرځوي. په همدې ډول د دې ماليې یو ښه‌والی دا دی چې د نورو مالیاتو په پرتله په اسانۍ سره تادیه او حصول کېږي.”
    بهيج زياته کړه: “د دغه قانون او ماليې اړوندو مواردو په اړه به پرلپسې له بېلابېلو سکټورونو سره د عامه پوهاوي په اړه پروگرامونه جوړېږي او په دې اړه به پراخ بحثونه ترسره کېږي.”
    ورپسې د لويو ماليه ورکوونکيو رياست اړوند د ارزښت د زیاتوالي د ماليې آمريت د کارکوونکي ښاغلي احمد يما نورزي له لوري برخوالو ته هراړخيز معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو چې برخوالو يې تود هرکلی وکړ.
    د پرېزنټېشن په يوې برخې کې راغلي وو: “د مالیې وزارت دغه قانون پر هغو سترو شرکتونو پلی کوي چې داخلي عواید يې ۱۵۰ میلیون افغانۍ او یا تر هغو ډېرې وي او ورو ورو به په منځنیو او کوچنیو مالیه ورکوونکيو هم پلی کېږي. د ارزښت د زیاتوالي ماليه د انتفاعي معاملو د مالیاتو ځايناستې ده چې ښې اسانۍ لري او معیاري نورم یې ۱۰ سلنه دی.”
    په پای کې په همدې اړه د برخوالو له لوري بحثونه وشول او د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج، د لويو ماليه ورکوونکيو ښاغلي رئيس احسان الله هلالي او د ارزښت د زياتوالي د ماليې آمر ښاغلي امتياز شريفي له لوري د دوی پوښتنو ته هراړخيز ځوابونه وويل شول.
    د يادونې وړ ده چې د ارزښت پر زیاتوالي د ماليې قانون په نهو څپرکيو او پېنځه دېرشو مادو کې ترتیب دی چې د ملي شورا له لوري تصویب شوی او مقرره یې د وزیرانو شورا له لوري هم منظوره شوې ده.