• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    پر خپل وخت د هوکړه ليکونو د تطبيق په اړه غونډه

    mmm.jpg

    7 حمل 1400
    د گمرکونو او عوايدو معينيت د ۱۴۰۰ لمريز د وري مياشتې پر څلورمه نېټه د چارشنبې پر ورځ د پرايسېک، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د کورنيو چارو وزارت، د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې، سوداگريزو خونو او د دغو خونو د فدراسيون کوربه ؤ.
    په دغې غونډې کې پر خپل وخت د هوکړه ليکونو د تطبيق په اړه چې مخکې د ماليې وزارت، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د کورنيو چارو وزارت او د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې تر مينځ لاسيک شوي وو، تخنيکي بحثونه شول او په پام کې ده چې د هوکړه ليکونو د تطبيق پلانونه د پرايسېک له لارې له اړوندو دولتي ادارو او خصوصي سکټور (سوداگريزو خونو او فدراسيون) سره شريک کړل شي.
    گډونوالو غړيو د زياتو پېژندونکيو گڼو (TIN) د وېش د مخنيوي او د مالياتي تصفيې د بهير په برخو کې د شويو پرمختگونو په اړه خوښي څرگنده کړه.
    د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي مجيب الرحمن شېرزاد د هوکړه ليکونو د تطبيق په برخې کې د دغه معينيت د بشپړ چمتووالي خبره وکړه او په افغانستان کې د سوداگرۍ پر قانونيت د ټينگار کولو په ترڅ کې وويل: هر شرکت يو حکمي شخص دی او د شرکت بانکي حساب بايد د شرکت په نامه واوسي چې بررسي او د عوايدو راټولول په روڼ او چټک ډول ترسره شي او د ناقانوني سوداگرۍ مخه هم ونيول شي.
    د دغو هوکړه ليکونو په تطبيق سره متشبثين په کم وخت کې سوداگريز پاسپورټ اخيستلی، تمديدولی او لغوه کولی شي. همدا راز له متشبثين کولی شي چې پخواني جوازونه په ډېر کم وخت کې لغوه او د اړتيا پر مهال په کم وخت کې برېښنايي تذکره د صنعت او سوداگرۍ وزارت د جوازونو د ثبت د خدمتونو له واحد مرکز څخه تر لاسه کړي.
    په پام کې نيول شوې ده چې د صنعت او سوداگرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکيتونو لوی رياست د کاغذي تذکرو له مخه د جوازونو وېش ودروي او له غوښتونکيو څخه د برېښنايي تذکرې وغواړي؛ دغه پروسه عملي شوې او د روان ۱۴۰۰ کال په دويمې کې اجباري کېږي.