• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    پر زياتي ارزښت باندې د ماليې د رهبرۍ کمېټې غونډه وکړه

    vatt.jpg

    28 حوت 1399
    ۲۷ کب ۱۳۹۹ لمريز – پر زياتي ارزښت باندې د ماليې د رهبرۍ کمېټې پرلپسې غونډه د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي مجيب الرحمن شېرزاد په رياست د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو تالار کې داسې مهال وشوه چې د ماليې وزارت اداري مالي معين ښاغلی عالم شاه ابراهيمي، د عوايدو لوی رئيس نصرالله درانی او د دغه وزارت نور منسوبين هم حاضر وو.
    د غونډې په پيل کې د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي شېرزاد پر زياتي ارزښت باندې د رهبرۍ کمېټې غړيو ته په هرکلي ويلو سره يو ځل بيا د ۱۴۰۱ مالي کال په پيل (او د ۱۴۰۰ کال د مرغومي مياشتې پر لومړۍ نېټې) د دغې ماليې پر تطبيق ټینگار وکړ او څرگنده يې کړه: “پر زياتي ارزښت باندې د ماليې تطبيق د ماليې وزارت له پاره يوه ستره ازموينه ده او ټول بايد هڅه وکړو چې د ۱۴۰۱ مالي کال تر پيل درې مياشتې وړاندې ټول چمتو واوسو.”
    د گمرکونو او عوايدو معين زياته کړه چې د لويو ماليه ورکوونکيو رياست او پر زياتي ارزښت باندې د ماليې کاري ډله پر زياتي ارزښت باندې د ماليې په تطبيق کې د گمرکونو او عوايدو معينيت او د عوايدو لوی رياست له هراړخيز ملاتړ څخه په هر مهال کې برخمن دي.
    ښاغلي شېرزاد په خپلو خبرو کې زياته کړه: “
    له خصوصي سکټور، پوهنتونونو، مدنې ټولنې او له نورو اړوندو دولتي سازمانونو سره پر زياتي ارزښت باندې د ماليې د تطبيق د چمتووالي په برخې کې د هغوی د نظرياتو د اخيستلو، چمتووالی او د هغوی د مسؤليتونو د معلومولو له پاره مشورتي غونډې اړينې دي او په همدې ډول د عامه پوهاوي د تخصصي مېتودونو له لارې دې عامه پوهاوی ترسره شي چې پر زياتي ارزښت باندې د ماليې د ثبت پر شرايطو د برابرو ماليه ورکوونکيو پام راگرځوي.”
    ورپسې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي نصرالله دراني په خپلو خبرو کې وويل: “په مخکېنۍ غونډې کې چې کومې دندې اړوندو ادارو ته ورسپارل شوې وې، د پام وړ پرمختگ په کې ليدل کېږي او د دغو ادارو همکاري د ستايلو ده؛ د لويو ماليه ورکوونکيو رياست او په تېره بيا پر زياتي ارزښت باندې د ماليې آمريت د مذکورې ماليې د شرايطو د برابرو ماليه ورکوونکيو د ثبت له پاره چمتو دی.”
    ښاغلي دراني په خپلو خبرو کې زياته کړه: “پر زياتي ارزښت باندې د ماليې د تطبيق د چمتووالي پلانونه لکه مشرح کاري پلان، د گډ ټيم کاري پلان، د عامه پوهاوي پلان او د اړيکو پلان نهايي شوي او د تطبيق وړ دي.”
    د غونډې په اوږدو کې نورو گډونوالو هم د موضوع اړوند خپل هراړخيز نظريات وړاندې کړل.
    د يادونې وړ ده چې پر زياتي ارزښت باندې ماليه د ۱۴۰۱ مالي کال په پيل کې (د ۱۴۰۰ کال د مرغومي مياشتې پر لومړۍ نېټې باندې) تطبيقېږي.