• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو خبرتیا

    د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې (۳۳) مادې له مخه، ټول محاسبین او مشاورین چې مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کې د مالیاتي مشورو، د اسنادو د چمتووالي، د محاسبې او نور خدمتونه وړاندې کوي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره دې ثبت او بايد د مالیاتي محاسبینو تصدیقليک ولري.
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کې لري چې د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د تصدیقپاڼې د ورکړې د درېیمې دورې پروسه پیل کړي.
    په همدې موخه هغه کسان چې د لاندېنيو شرطونو لرونکي وي، د ۱۴۰۰ لمريز کال د وري مياشتې له درېيمې د غويي مياشتې تر درېيمې پورې د گمرکونو او عوایدو معینیت کې د عوایدو لوی ریاست د پالیسۍ آمریت ته دې مراجعه او غوښتنلیک تر لاسه کولی شي.
    ۱. درويشت (۲۳) کاله عمر یې بشپړ کړی وي.
    ۲. په اړوند پوهنځي (اقتصاد، محاسبه او حقوق) کې یې تر لېسانس پورې زده کړې کړې وي.
    ۳. د محکمې له لوري د مالیاتي قوانینو د سرغړونې په تور پر مجازاتو باندې محکوم شوی نه وي.
    ۴. باید د مالیې وزارت اوسنی کارکوونکی نه وي.
    پر شرایطو برابر کسان د دوو زرو (۲۰۰۰) افغانیو فیس په تحویلولو سره د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کولی شي او تر ډکولو وروسته د تحصیلي اسنادو او د تذکرې له کاپيو سره یو ځای بېرته پورتنۍ ذکر شوې پتې ته راوړلی او سپارلی شي؛ د ازموینې وخت او ځای وروسته اعلانېږی.
    په همدې ډول په ازموینې کې د بریالیتوب پر مهال مالیاتي محاسب د تصدیقلیک د تر لاسه کولو له پاره د لسو زرو (۱۰۰۰۰) افغانیو پر ورکړې مکلف دی.
    د لا زیاتو معلوماتو له پاره په لاندېنيو شمېرو او برېښليک سره اړيکه ټينگولی شئ.
    د مراجعينو د خدمتونو د مرکز شمېرې: ۱۰۰۰/ ۰۲۰۲۹۲۴۴۶۹
    برېښليک: ardafghanistan@gmail.com