• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    خبرتيا

    د برېښنايي يا آنلاين اظهارليکونو د وړاندې کوونکي سيسټم (e-Filing) د روزنيز ورکشاپ غوښتونکيو ته خبر ورکول کېږي چې د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست په اوونۍ کې دوې ورځې (يکشنبه او چهارشنبه) د ماسپښين له دوو څخه تر درېيو بجو پورې دغه روزنيز ورکشاپ په پرلپسې ډول جوړوي او پر مخ وړي.
    په دغه روزنيز ورکشاپ کې د برخې اخيستو له پاره هره ورځ نومونه ثبت کېږي، مينه وال تر روزنيز ورکشاپ يوه ورځ مخکې د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست کې د برېښنايي اظهارليکونو (e-Filing) غرفې ته د نومونو د ثبت له پاره مراجعه کولی شي.
    د لا زياتو معلوماتو له پاره ۱۰۰۰ شمېرې سره اړيکه ټينگولی شئ.