• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې سرپرست وزير: پر زياتي ارزښت باندې ماليه او قانون يې سل په سلو کې تطبيقېږي

    vat.jpg

    13 حوت 1399
    د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب پر يوولسمې نېټې (د دوشنبې پر ورځ) د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو تالار کې پر زياتي ارزښت باندې د ماليې د رهبرۍ کمېټې غړيو د ماليې سرپرست وزير ښاغلي محمد خالد پاينده تر رياست لاندې نوبتي غونډه وکړه چې د دغې ماليې پر اړوندو مسئلو باندې هراړخيز بحثونه ترسره شول.
    د غونډې په پيل کې د ماليې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاينده پر زياتي ارزښت باندې د ماليې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه ماليه د عوايدو د کچې په لوړوالي او د اقتصادي ودې د پياوړتيا په برخو کې ستر رول لري.
    نوموړي د يادې ماليې د معلوماتو د مديريت د سيسټم پر چمتووالي، د ماليه ورکوونکيو د ثبت د بهير پر عملي پيل، د ماليه ورکوونکيو او اړوندو ادارو له پاره پر عامه پوهاوي، د شرکتونو پر چمتووالي او د بشري سرچينو پر اړتياؤ ټينگار وکړ.
    ښاغلي پاينده په خبرو کې زياته کړه: “په افغانستان کې د دغې ماليې د تطبيق له پاره بستر په بشپړ ډول چمتو دی، ځکه چې په اوس وخت کې سياسي ملاتړ هم شته او نړيواله ټولنه هم غواړي چې دغه ماليه تطبيق شي.”
    ورپسې د عوايدو لوی رئيس نصرالله دراني پر زياتي ارزښت باندې د ماليې آمريت پر اوسني وضعيت خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې وويل: “تر دې دمه پر زياتي ارزښت باندې د ماليې قانون، مقرره، تعليماتنامه او لارښود چمتو شوي دي.”
    ښاغلي دراني زياته کړه: “هغه سندونه چې له اړوندو ادارو سره د همغږۍ او منظورۍ له پاره چمتو شوي دي، د دغې ماليې اصلي کاري بهيرونه، فورمې، د خطر د تحليل پر بنسټ د غاړه اېښودلو ستراتېژي، طرزالعمل، د بېرته ورکړې طرزالعمل، اړيکتيايي ستراتيژي او له اړوندو ادارو سره گډ کاري پلان دي.”
    د يادونې وړ ده چې پر زياتي ارزښت باندې د ماليې آمريت د کارکوونکي حامد وردگ له لوري د غونډې برخوالو ته يو معلوماتي پرېزېنټېشن وړاندې شو او هم د گډونوالو له لوري هراړخيز بحثونه ترسره شول.