• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې خبرتيا!



    گرانو هېوادوالو! اوس د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه (TIN) په آنلاين ډول په څلرويشتو کاري ساعتونو کې تر لاسه کولی شئ.
    په آنلاين ډول د پېژندنې گڼې د تر لاسه کولو له پاره لومړی د عوايدو لوی رياست وېبپاڼې ته په ورتللو سره د “برېښنايي خدمتونه” کټگورۍ کې “د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه” برخې په کېکاږلو سره غوښتنليک تر ښکته کولو او ډکولو وروسته د هؤيتپاڼې/ تذکرې له کاپۍ سره يو ځای tin.ard@mof.gov.af برېښليک ته واستوئ.
    بهرني وگړي دې د پاسپورټ کاپي او سوداگريز سازمانونه دې د مالياتي تصفيې کاپي له غوښتنليک سره يو ځای ورکړل شوي برېښليک ته واستوي او که مخکې مو د پېژندنې گڼه تر لاسه کړې وي او معلومات مو بدلول غواړئ، د پېژندنې گڼه مو په غوښتنليک کې وليکئ.
    د پېژندنې گڼې بيا چاپ او صدور وړيا دي او د پيسو د غوښتنې پر مهال د عوايدو لوی رياست د اړيکتيايي مرکز له (۱۰۰۰) شمېرې سره اړيکه ټينگه کړئ.
    د پېژندنې گڼې غوښتنليک (په پښتو ژبه) له لاندېني لېنک څخه تر لاسه کولی شئ:
    https://ard.gov.af/…/%D8%AF-%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%D9…
    ===