• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    دمعافیت خبرتیا

    ټولو گرانو ماليه ورکوونکيو او د هغوی استازيو ته په خورا درنښت خبر ورکول کېږي چې د روان ۱۳۹۹ لمريز کال د کب د مياشتې تر پايه دې خپل مالياتي مکلفيتونه ادا کړي او په همدې ترڅ کې دې د مالياتي جريمو له سل سلنه معافيت څخه گټه واخلي، ځکه چې دغه معافيت تر ذکر شوې نېټې پورې دی او تر دغې نېټې وروسته په هيڅ ډول نه غځېږي.
    که د پلازمېنې کابل په هرې مالياتي ادارې او يا هم د ولايتونو په مستوفيتونو کې په دې اړوند او يا هم بلې هر ډول ستونزې سره مخ کېږئ، د عوايدو لوی رياست د اړيکتيايي خدمتونو مرکز له (۱۰۰۰) اړيکشمېرې سره اړيکه ټينگه کړئ چې د حل لاره ورته وموندل شي.