• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عربي متحده امارات سره هوکړه ليک

    132841696_2382789301867508_2382111262433374469_n.jpg

    4 جدی 1399
    ۴ مرغومی ۱۳۹۹ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د مالياتي فرار او د مضاعف ماليې د ورکړې د مخنيوي له پاره د عربي متحده امارات سره يوې هوکړې ته رسېږي.
    د خبرو اترو لومړي پړاو چې د روان لمريز کال د مرغومي مياشتې پر درېيمې او څلورمې نېټو د ويډيو کنفرانس په مټ جوړ شوی ؤ، لومړنۍ مسوده چمتو کړه او د خبرو اترو دويم پړاو به د دواړو هېوادونو تر کورنۍ مشورې وروسته د راتلونکې فبرورۍ مياشتې کې ترسره کېږي.
    د يادولو وړ ده چې د دغه هوکړه ليک په لاسليک کولو سره د دواړو هېوادونو پانگوالو ته زياتې اسانتياوې رامينځته کېږي او هېواد ته د بهرنۍ پانگونې د راجلبولو لامل گرځي.