• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د برېښنايي تادياتو په دويم نندارتون کې د عوايدو لوی رياست گډون

    133681396_2384455181700920_4786232835018040346_o.jpg

    4 جدی 1399

    د عوايدو لوی رياست د روڼتيا رامينځته کولو او د ماليه ورکوونکيو د وخت د ضايع کېدو د مخنيوي له پاره په دې وروستيو کې مالياتي سيسټم (SIGTAS) د افغانستان بانک د (APS) او (ATS) سيسټمونو سره په برېښنايي بڼه د مالياتو د ورکړې په پار او د مرکزي ثبت او فکري مالکيت لوی رياست (ACBR) سره په برېښنايي بڼه د مالياتي تصفيې د لومړني تصديقليک (e-TCC) د صدور په پار په بري سره تړلی او نښلولی دی.
    د دغو سيسټمونو په تړل کېدو سره د (ATM) ماشينونو او موبايل اپلېکېشنونو په وسيله د مالياتو د ورکړې اسانتيا رامينځته کړې ده او ماليه ورکوونکيو او نورو گرانو هېوادوالو ته د دغو سيسټمونو د تړل کېدو او د هغو د گټو په اړه د برېښنايي تادياتو په دويم نندارتون کې چې شعار يې (زموږ موخه له نغدي پيسو پرته ټولنه ده)، د ۱۳۹۹ لمريز کال د مرغومي مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې جوړ شوی ؤ، فعال گډون وکړ او نندارچيانو (د نندارتون کتونکيو) ته يې اړين معلومات هم ورکړل.