• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتو د برېښنايي ورکړې روزنيز ورکشاپ

    132446460_2381763175303454_3914845717166589643_o.jpg

    3 جدی 1399
    ۳ مرغومی ۱۳۹۸ لمريز – د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د عامه پوهاوي آمر نجيب الله نايل او د اړوند رياست د عوايدو د سيسټم رياست د مالياتي سيسټمونو کارپوه او تحليلگر ايمل سمسور له لوري د لويو ماليه ورکوونکيو رياست د شاوخوا سلو کارکوونکيو ته د مالياتو د برېښنايي ورکړې په اړه روزنيز ورکشاپ ورکړل شو.
    دغه ورکشاپ چې د پرېزنټېشن او ويډيويي لارښودونو په ډول کارکوونکيو ته وړاندې کړل شو، د “اف پي” (AfPay) ملي کارټ، د افغانستان د لېږد او تادياتي سيسټمونو، د برېښنايي ورکړې د اوزارو (د صرافۍ او پاز ماشينونو او د موبايل د اپليکېشنونو) او لارو چارو او د نويو اسانتياؤ د رامينځته کېدو گټې بيان شوې.
    د دغو اسانتياؤ په رامينځته کېدو سره د دواړو لوريو (مالياتي ادارو او ماليه ورکوونکيو) د وخت د ضياع مخه نيول کېږي، په اتومات ډول له بانکي سيسټمونو څخه مالياتي سيسټمونو ته ماليات کرېډېټ کېږي، اړوندو مالياتي ادارو ته د ورکړو د ثبت له پاره د تللو او د ماليه ورکوونکيو او د مالياتي ادارو د کارکوونکيو تر مينځ تر ډېره د اړيکو او د مراجعينو گڼې گوڼې او بيروکراسۍ مخه نيول کېږي او له بانکي سيسټمونو څخه مالياتي سيسټمونو ته عندالموقع بانکي راپور استول کېږي.
    د يادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ د گمرکونو او عوايدو معينيت د گمرکونو او مالياتو آکاډمۍ کې جوړ او ورکړل شو او په پام کې ده چې د نورو مالياتي ادارو کارکوونکيو او ماليه ورکوونکيو ته به هم دغه روزنيز ورکشاپ ورکول کېږي.