• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مجیب الرحمن شېرزاد د مالیې وزارت د گمرکونو او عوايدو معین وټاکل شو

    131984271_2380051352141303_1488016387167461251_o.jpg

    2 جدی 1399
    ښاغلی مجیب الرحمن شېرزاد چې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ د گمرکونو او عوايدو معین ټاکل شوی، نن د مرغومي میاشتې پر لومړۍ نېټې د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال له لوري د دې وزارت کارکوونکيو ته وروپېژندل شو.
    د مالیې وزارت د نوي ټاکل شوي معین د پېژندنې په مراسمو کې د دې وزارت معینانو، رئیسانو او کارکوونکيو گډون کړی ؤ.
    د مالیې وزیر نوي ټاکل شوي معین ته د مبارکۍ او د مخکېني معین ښاغلي عیسی قدرت د کړنو د مننې تر څنگ وویل: “زه هیله لرم چې د گمرکونو او عوايدو نوی معین به خپله دنده په پوره صداقت او رښتینولۍ مخ ته یوسي. زه د نوموړي گومارونه د اصلاحاتو د پلي کولو په برخه کې یو نېک گام بولم او هیله مند یم چې د بیت المال څخه چې د مالیې وزارت له اساسي دندو شمېرل کېږي، په پوره ایماندارۍ ساتنه وکړي.”
    نوموړي زیاته کړه چې د مالیې وزارت موخه په تدریجي ډول مالي ځان بسیاینې ته رسېدل دي او موږ د اصلاحاتو پلي کولو او له فساد سره مبارزې کولو ته ژمن یو.
    ده زیاته کړه چې د مالیې وزارت ټول ټیم به له نوي ټاکل شوي معین سره هراړخیزه همکاري وکړي.
    د گمرکونو او عوايدو نوي معین ښاغلي شېرزاد د مالیې وزیر او جلالتمآب ولسمشر له باور څخه په مننې وویل چې له کلونو راهيسې له مالیې وزارت سره يې کار کړی او خوښ دی چې نن ورځ یو ځل بیا له دې لارې د هېوادوالو د چوپړ ویاړ ورپه برخه شو.
    نوموړي زیاته کړه: “په را سپارل شویو چارو کې به ضوابط په راوبطو غوره وبولم او اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو په لاره کې به د عوایدي سرچینو په برخه کې اساسي اصلاحات پلي کړم.”
    په پای کې د گمرکونو او عوايدو نوي معین د مالیې وزارت د مشرتابه او ټولو کارکوونکيو د هر راز همکارۍ او ملاتړ غوښتونکی شو.
    د یادونې وړ ده چې ښاغلی شېرزاد د پراختیایي لارو چارو او پالیسۍ په څانگو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او په ملي او نړیوالو ادارو کې له غوره کاري تجربو برخمن دی.