• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د يوې کيلۍ (بې سنده) موټرونو په اړه خبرتيا

    د انسجام کمېټې د پرېکړې او همدا راز د کاري طرزالعملونو پر بنسټ، د يوې کيلۍ (بې سنده) موټرونو څښتنانو ته واک ورکول کېږي چې د خپلو اسنادو د گمرکي پړاوونه د ولايتونو په مستوفيتونو او گمرکونو کې پر مخ يوسي او د ماليې او محصول تر ورکولو وروسته په خپله خوښه د خپل موټر نمبر پلېټ له کابل او يا هم بل ولايت څخه تر لاسه کولی شي.
    نو له ټولو ښاغليو هېوادوالو څخه په درناوي سره غواړو چې د ولايتونو مستوفيتونو او گمرکونو ته ورشي او د خپل اسنادو پړاوونه دې پر مخ يوسي.