• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د نويو گومارليو کارکوونکيو له پاره روزنيز پروگرام

    20 عقرب 1399
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د تعهد (وړ کارکوونکيو ته د چارو سپارل) له مخه د مالياتي قوانينو، طرزالعملونو او د عوايدو لوی رياست د چارو د مېتود اړوند د جديدالتقرر کارکوونکيو د پوهې د کچې لوړوالي په موخه د ماليې وزارت د بشري سرچينو رياست سره په همغږۍ نن د سه‌شنبې پر ورځ د ۱۳۹۹ لمريز کال د لړم مياشتې پر ۲۰ نېټې د گمرکاتو او مالياتي آکاډمۍ کې دوه ورځنی روزنيز پروگرام جوړ شو.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د دغه پروگرام په پرانستغونډې کې د دغې ادارې برياليو کارکوونکيو ته په مبارکي ويلو سره له دوی څخه وغوښتل چې خپلې ورسپارلې دندې په کوښښ، ژمنتيا او هېوادپالنې سره ترسره کړي او د ملي عوايدو په لوړوالي کې هلې ځلې وکړي.
    ډاکټر بهيج په همدې ډول زياته کړه: “مسلکي چارچلند د دغې ادارې د کارکوونکيو له پاره له بنسټيزو مواردو څخه گڼل کېږي او هم له ماليه ورکوونکيو سره په چارچلند کې دې مسلکي معيارونه په پام کې ونيول شي.”
    ډاکټر بهيج د خپلو خبرو په لړ کې د دغې ادارې د ارزښت او د هېواد د ځان بسياينې په برخې کې د دې پر رول په ټينگار کولو سره زياته کړه: “ستاسې رښتينی کار کول د دې لامل کېږي چې د ښوونکيو له پاره تنخوا چمتو شي او هغه تدريس مخ ته يوسي، ډاکټر د ناروغانو خدمت ترسره کوي، سرتېری د هېواد د دفاع له پاره په مورچل کې جنگېږي او هېواد ځان بسياينې ته رسېږي.”
    د يادونې وړ ده چې د دغې ادارې جديدالتقرر کارکوونکي د ماليې وزارت د ۲۲۰ بستونو له پاره د ټوليزې ازموينې له لارې چې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون له لوري اخيستل شوې وه، بريالي او گومارل شوي دي.