• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ولايتونو له مستوفيانو سره د گمرکونو او عوايدو معين ويډيو کنفرانس

    124558077_2336748443138261_2033089515939073227_o.jpg

    20 عقرب 1399
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي محمد عيسیٰ قدرت د ملي عوايدو د لوړولو، د مسلکي خدمتونو د وړاندې کولو او د ولايتونو د مستوفيتونو د چارو د ښه کولو په موخه نن د دوشنبې پر ورځ د ۱۳۹۹ لمريز کال د لړم مياشتې پر ۱۹ نېټه له ټولو ښاغليو او آغلو مستوفيانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې په اړيکه کې شو او لاندېنۍ لارښوونې يې له هغوی سره شريکې کړې.
    ۱. د ولايتونو د مستوفيتونو د عوايدو ټيټوالی د منلو وړ نه دی او د عوايدو د ښه راغونډولو له پاره بايد ډېرې هلې ځلې وشي.
    ۲. د بررسۍ او د قانون د تطبيق څانگې بايد پياوړې شي او خپلې چارې دې چټکې کړي.
    ۳. د ولايتي عوايدو کمېټې ناستې بايد په منظم په ډول جوړې او د ولايتي ادارو د غيرمالياتي عوايدو د ټيټوالي مخه ونيوله شي.
    ۴. نوې عوايدي سرچينې دې وپېژندل شي او د هغو عوايد دې راغونډ او د دولت يوازېني حساب ته ولېږدول شي.
    په پای کې د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رئيس ښاغلي محمد انيس پناه له مستوفيانو څخه وغوښتل چې پورتنۍ لارښوونې په پام کې ونيسي او د هغو د هرې يوې د رښتياينې او تحقق له پاره عملياتي پلان جوړ او ترسره کړي.