د ټاکلي عوايدي هدف د تر لاسه کولو په اړه غونډه
13 عقرب 1399
د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د ۱۳۹۹ لمريز کال د لړم مياشتې پر دولسمې نېټې د دوشنبې پر ورځ د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيسې آغلې ناهيد ناجي روزبه او د دغه رياست د مالياتي حوزو له آمرينو او کارکوونکيو سره وليدل.
په دغې غونډې کې د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست د ټاکليو اهدافو، د عوايدو د راټولولو، د شتو ستونزو او د ۱۳۹۹ مالي کال تر پايه د ټاکلي هدف د تر لاسه کولو په اړه هراړخيز بحث ترسره شو.