• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مخابراتي شرکتونو استازيو ته د ارزښت پر زياتوالي د ماليې قانون په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

    4 عقرب 1399
    ۴ لړم ۱۳۹۹ لمريز
    د مخابراتي شرکتونو (افغان بيسيم، افغان ټيليکام، اتصالات، اېم ټي اېن او روښان) د يوه گډ سند له مخه غوښتي وو چې د دوی استازيو ته دې د يوه روزنيز ورکشاپ په ترڅ کې د ارزښت پر زياتوالي باندې د ماليې قانون په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.
    دغه ورکشاپ چې د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړ شوی ؤ، د بهرني روزونکي اېډوېن شروسبري بينجي له لوري پر مخ وړل کېده او ورکشاپ گډونوالو ته يې د فوق الذکر قانون له مخه د ارزښت پر زياتوالي پر ماليې، مالياتي نورمونو او ماليه ورکوونکيو ته يې پر گټو باندې هراړخيزه تشرېح وکړه.
    د يادونې وړ ده چې د ارزښت پر زياتوالي د ماليې قانون په اړه دغه ډول روزنيز ورکشاپونه تر دې وړاندې هم جوړ شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې لړۍ نوره هم پسې غځېږي.