• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو له پاره رقابتي ازموينه واخيستل شوه

    120087650_2282883325191440_8537699122208529655_o.jpg

    3 میزان 1399
    نن (د ۱۳۹۹ لمريز د تلې مياشتې پر درېيمه) د ماليې وزارت د گمرکاتو او مالياتو آکاډمۍ د غونډو په تالار کې د مالياتي محاسبينو له پاره له دوه اوياؤ غوښتونکيو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه.
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د حقوقي خدمتونو رئيس ښاغلي عبدالولي نوري د رقابتي ازموينې د جوړولو له امله خوښي څرگنده کړه او د ازموينې د مېتود او د پوښتنو د ډولونو په اړه گډونوالو ته هراړخيز معلومات وړاندې کړل.
    د ازموينې د پايلو تر اعلان وروسته به هغو گډونوالو ته چې په رقابتي ازموينې کاميابېږي، تصديقليکونه ورکړل شي.