• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    گڼو ماليه ورکوونکيو ته پر زياتي ارزښت د ماليې قانون په اړه پوهاوی ورکړل شو

    5.JPG

    2 میزان 1399
    د ۱۳۹۹ لمريز کال د تلې مياشتې پر دويمه نېټه د يوه روزنيز ورکشاپ په ترڅ کې د بېلابېلو شرکتونو او اصنافو استازيو ته پر زياتي ارزښت د ماليې قانون او د دغه قانون د اړوندو مواردو په اړه د گمرکاتو او مالياتو آکاډمۍ پوهاوی ورکړل شو.
    د ورکشاپ پيل د عوايدو لوی رياست د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلي فيصل احمد منگل په خبرو وشو او په پيل يې کې برخوالو ته د هرکلي تر څنگ په خپلو خبرو کې وويل: “د دغه قانون او ماليې په تطبيق سره د ملي عوايدو کچه لوړېدلی شي او موږ د بهرنيو مرستو څخه راگرځوي. په همدې ډول د دې ماليې یو ښه‌والی دا دی چې د نورو مالیاتو په پرتله په اسانۍ سره تادیه او حصول کېږي.”
    منگل زياته کړه: “د دغه قانون او ماليې اړوندو مواردو په اړه به پرلپسې له بېلابېلو سکټورونو سره د عامه پوهاوي په اړه پروگرامونه جوړېږي او په دې اړه به پراخ بحثونه ترسره کېږي.”
    ورپسې پر زياتي ارزښت د ماليې آمريت د مجربو کارکوونکيو له لوري برخوالو ته هراړخيز معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو چې برخوالو يې تود هرکلی وکړ.
    د پرېزنټېشن په يوې برخې کې راغلي وو: “د مالیې وزارت دغه قانون پر هغو سترو شرکتونو پلی کوي چې داخلي عواید يې ۱۵۰ میلیون افغانۍ او یا تر هغو ډېرې وي او ورو ورو به په منځنیو او کوچنیو مالیه ورکوونکيو هم پلی کېږي. پر زياتي ارزښت د مالیې قانون د انتفاعي معاملو د مالیاتو ځایناستی دی چې ښې اسانۍ لري او معیاري نورم یې ۱۰ سلنه دی.”
    په پای کې په همدې اړه د برخوالو له لوري بحثونه وشول او د دوی پوښتنو ته هراړخيز ځوابونه وويل شول.
    د يادونې وړ ده چې پر زياتي ارزښت د مالیاتو قانون په نهو څپرکيو او پېنځه دېرشو مادو کې ترتیب شوی چې د ملي شورا له لوري تصویب شوی او مقرره یې د وزیرانو شورا له لوري هم منظوره شوې ده.