د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون، د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو پراخېدو په موخه د همغږۍ اتمه ناسته وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین مراجعینو ته پر وخت د خدمتونو وړاندي کولو په موخه د دواړو لویو ریاستونو ترمنځ پر همږغۍ او مشورې د ټینګار ترڅنګ، د چارو د لا ښه کولو په موخه مسئولینو ته اړیني سپارښتني وکړې