د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس مولوي سفرمحمد سحر، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداءمحمد صدیقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته ئې د بلخ، فاریاب، تخار، جوزجان، سرپل، کندوز، سمنګان، بغلان او بدخشان مستوفیانو او د حیرتان، آقینې بندر او شېرخان بندر ګمرکونو له رئیسانو سره د همږغۍ زیاتولو، د عوایدو د ډېرېدو، د عوایدو د انسجام، په مالیاتي اُصولو کي د نویو بدلونونو، د مستوفیتونو او ګمرکونو د ستونزو، د عوایدو د ډېرېدو او په ښه ډول عوايدي هدف ته د رسیدو په تړاو ګډه ناسته وکړه.