د مالیاتي چارو د ادارې قانون د ۳۳ مادې مطابق، ټول هغه محاسبین او مشوره ورکوونکي چې مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کې د مالیاتی مشورو، د اسنادو د چمتو کولو، د محاسبې او نور خدمتونه وړاندې کوي، بايد د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او د مالیاتي محاسبینو تصدیقليک ولري.