• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    خبرتيا

    ټولو ښاغليو ماليه ورکوونکيو ته خبر ورکول کېږي چې د عوايدو لوی رياست د برېښنايي اظهارليکونو وړاندې کوونکی سيسټم (e-Filing) په بشپړ ډول فعال دی او (۲۴) ساعته د ماليه ورکوونکيو په چوپړ کې دی. د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د عوايدو لوی رياست له ټولو گرانو ماليه ورکوونکي څخه هيله کوي چې په مالياتي ادارو کې گڼې گوڼې او ډېر تگ و راتگ څخه په ډډې کولو سره د خپلو مالياتي مالياتي اظهارليکونو د وړاندې کولو لپاره د برېښنايي اظهارليکونو د وړاندې کوونکي سيسټم څخه گټه واخلي او په بانک کې دې خپلې ماليې تحويل کړي.
    د برېښنايي اظهارليکونو په سيسټم کې د يوزر د جوړولو لپاره لاندېنۍ ښوونيزه ويډيو وگورئ او که د يوزر تر جوړولو وروسته مو پټنوم (پاسورډ) په خپل راجسټر شوي برېښليک کې تر لاسه نه کړ، نو د ستونزې د حل لپاره لاندېنۍ پړاوونه تعقيب کړئ:
    ۱. خپل کيس منېجر (د دوسيې مسؤل) ته مو ورشئ، خپل ثبت شوی برېښليک مو وگورئ او د صحت په اړه يې ډاډمن شئ.
    ۲. بيا مو موضوع د (RSD.HELPDESK@MOF.GOV.AF) برېښليک له لارې د عوايدو سيسټم رياست تخنيکي څانگې ته واستوئ.
    ۳. د برېښليک په متن کې مو د ماليه ورکوونکي د پېژندنې شمېره، د سازمان نوم او د يوزر تر جوړولو وروسته د پاسورډ د نه تر لاسه کولو ستونزه په ليکلو سره د پاسورډ تر لاسه کول وغواړئ.
    په سيسټم کې له نورو تخنيکي ستونزو سره د مخ کېدلو پر مهال د تخنيکي څانگې له (۰۲۰۲۹۲۴۶۶۹) شمېرې سره اړيکه ټينگه کړئ.