• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د کاري رژيم خبرتيا

    د ماليې وزارت رهبري مجلس د گرانو ماليه ورکوونکيو د مالياتي چارو پر خپل وخت او په سم ډول د ترسره کولو لپاره تصميم ونيو چې په پلازمېنې کابل کې د عوايدو لوی رياست اړوند د لويو، منځنيو او کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياستونو ټولې ادارې د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښين تر يوې بجې پورې پرانستې دي.
    په همدې ډول د ټولو د روغتيا په موخه او د کرونا وايروس د خپرېدو او په مالياتي ادارو کې د گڼې گوڼې د مخنيوي لپاره پورتنيو رياستونو ته د ورتلو پر مهال د هغوی له لاندېنيو شمېرو اړيکه ټينگه کړئ او د مراجعې وخت ځان ته واخلئ.
    د لويو ماليه ورکوونکيو رياست اړيکشمېره: ۰۲۰۲۹۲۴۳۲۲ / ۰۲۰۲۹۲۴۶۵۷
    د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست اړيکشمېره: ۰۲۰۲۹۲۴۳۴۰ / ۰۲۰۲۹۲۴۳۲۲
    د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست اړيکشمېره: ۰۲۰۲۹۲۴۷۲۰/ ۰۲۰۲۹۲۴۷۲۲