• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د قراردادي موضوعي ماليې اظهارليک

    د قراردادي اظهارلیک د وړاندې کولو لپاره دغې پتې (ardes.ard.gov.af) ته سر ورښکاره کړئ او خپل کاروونکی نوم او پټنوم مو د عوايدو لوی رياست د برېښنايي اظهارليکونو د وړاندې کوونکي سيسټم په اصلي پاڼې کې ورکړئ.
    وروسته د اظهارليکونو برخې ته په ورننوتو سره د ناوړاندې شويو اظهارليکونو برخه پرانيځئ.
    بيا د قراردادي ماليې برخې ته په ورتلو سره د خپل مکلفيت دوره مو وټاکئ.
    که د قراردادونو ټول ټال عوايد د (۲٪) سلنې ماليې تابع وي، په لسمې کرښې کې او که د (۷٪) سلنې ماليې تابع وي، په دېرشمې کرښې کې تر رسولو وروسته د لېږد تڼۍ کلېک کړئ.
    د لېږد تڼۍ په کلېک کولو سره د محاسبې پاڼې ته ورسيخېږئ. په دغې پاڼې کې د ورکړې وړ ماليه، د اظهارليک د ځنډ جريمې او د ورکړې د ځنډ جريمې کتلی شئ او که د تصحيح اړتيا وينئ، د ارزيابۍ بدلون تڼۍ کلېک کړئ او وروسته د پي ډي اېف تڼۍ په کلېک کولو سره اظهارليک په آتومات ډول ښودل کېږي. تاسې يې چاپولی شئ او که چېرته ورکړه يا تحويلي درباندې پاتې وي، د مالياتو د لومړنۍ تصفيې لپاره بانک ته رجوع وکړئ.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی