• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    آغلې آمنه احمدي

    آغلې آمنه احمدي له لسو کلونو راهيسې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست کې د دندې پر ترسره کولو بوخته ده. هغې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي کې د لېسانس په کچې زده‌کړې کړې دي او د سوداگرۍ او ادارې (MBA) په برخې کې يې د افغانستان امريکايي پوهنتون د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی. سربېره پر دې، هغې د مالياتي رېفورمونو او مديريت په ډېرو نړيوالو سيمينارونو او ورکشاپونو کې هم برخه اخيستې ده.
    هغې پر ۲۰۱۰ زېږديز کال د عوايدو لوی رياست کې دنده واخيسته او د ۲۰۱۱ زېږديز کال د اپرېل مياشت کې د غيرمالياتي عوايدو (NTR) رئيسه وگومارل شوه. په دغو ورځو کې هغې د غيرمالياتي عوايدو رياست د سمون لپاره بېلابېلې چارې ترسره کړې او د غيرمالياتي عوايدو په راغونډولو کې د نوښتونو په رامينځته کولو سره چې د غيرمالياتي عوايدو د راغونډولو په لارو چارو کې اصلاحات او په ځینو وزارتونو او نورو سازمانونو کې د نويو عوايدي سرچينو پېژندل رانغاړي، د کوچنيو ماليه ورکوونکيو (STO) رئيسه وگومارل شوه او درې کاله په دې ځای کې پر دنده بوخته وه. هغې د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست کې پر څو ارزښتناکو پروژو کې کار وکړ چې د دغه رياست په عوايدو کې د پام وړ د زياتوالي لامل وگرځېد.
    مېرمن احمدي په کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست کې د اغېزناکو اصلاحاتو په رامينځته کولو د خپلو برياؤ او لاسته راوړنو په پام کې نيولو سره د ۲۰۱۵ زېږديز کال د اکټوبر مياشت کې د منځنيو ماليه ورکوونکيو (MTO) رئيسه وگومارل شوه چې د منځنيو ماليه ورکوونکيو د مالياتو په راغونډولو کې د روڼتيا لپاره د اړتيا وړ اصلاحات رامينځته کړل. هغې دغې برخې ته د پاملرنې وړ اصلاحات ډالۍ کړل چې د منځنيو ماليه ورکوونکيو د مالياتو په راغونډولو کې سټنډرد جوړول او شفافيت يې د پاملرنې وړ دي.
    آغلې احمدي د ۲۰۱۹ زېږديز کال د جنورۍ مياشت کې د افغانستان د عوايدو لويه رئيسه وټاکل شوه.