• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د لويو ماليه ورکوونکيو رياست او دولتي تصديو گډه غونډه

    875.jpg

    4 حوت 1398
    د عوايدو لوی رياست اړوند د لويو ماليه ورکوونکيو رياست د روان ۱۳۹۸ لمريز کال د کب مياشتې پر څلورمې نېټې د يکشنبې پر ورځ د مالياتي عامه پوهاوي او د ماليه ورکوونکيو د غاړې اېښودنې په موخه د دوه دېرشو دولتي تصديو د رئيسانو او سرمحاسبينو لپاره د مالياتي عامه پوهاوي غونډه د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړه کړه.
    په پيل کې د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس د مالياتي چارو د تصفيې په برخې د دولتي تصديو ستونزو ته اشاره وکړه او له ټولو تصديو څخه يې وغوښتل چې خپل مالياتي اظهارليکونه د برېښنايي اظهارليکونو سيسټم له لارې پر خپل وخت او ټاکلي مهال وړاندې کړي او خپلې ماليې د دولت خزانې ته تحويل کړي چې له مالياتي جريمو څخه وژغورل شي.
    د غونډې په پام کې د تصديو استازيو د ماليو د سنجش او د برېښنايي اظهارليکونو د ډکولو په برخو کې خپلې ستونزې رابرسېره کړې چې د لويو ماليه ورکوونکيو رياست هغو تصديو ته د روزنيزو ورکشاپونو د جوړولو ژمنه وکړه چې د ماليو د سنجش او د برېښنايي اظهارليکونو په اړه ستونزې ولري.