• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د زمکني ټرانسپورټ د سکټور له استازيو سره د عوايدو لويې رئيسې ناسته

    15 دلو 1398
    د ماليې وزارت د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي او د زمکني ټرانسپورټ د سکټور استازيو د اقتصادي عالي شورا د ۱۳۹۸ لمريز کال د وږي مياشتې د اوومې نېټې د (۹) گڼې مصوبې او د افغانستان اسلامي جمهوريت کابينې د ۱۳۹۸ لمريز کال د مرغومي مياشتې د ۲۸ نېټې د (۱۱) گڼې تصويب شوې مصوبې د تطبيق لپاره غونډه وکړه.
    په دغې مصوبې کې لاندې پرېکړې شوې دي:
    ۱- د تېرو کلونو د موټرونو (عراده‌جاتو) د ماليو د نه ورکړې له امله راپيدا شوي د اضافي ماليو باقيات د ۱۳۹۷ مالي کال تر پايه معاف دي.
    ۲- له تېرو کلونو رانيولې تر ۱۳۹۷ مالي کال پورې اصلي ناورکړل شوې ماليه (۵۰٪) معافېږي.
    ۳- د ۱۳۹۸ مالي کال د ماليې په ورکولو سره د تېرو کلونو د باقياتو ورکړه د درېيو کلونو په قسطونو کې منظورېږي. د موټرونو څښتنان مکلف دي چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د لومړي قسط په توگه د (۲۰٪) په ورکولو د هر کال له ماليې سره د تېرو کلونو د باقياتو يو قسط هم تاديه کړي.
    ۴- د موټرونو څښتنان مکلف دي چې خپل جواز سيرونه تر ۱۳۹۸ مالي کال پورې تمديد کړي چې له دې معافيت څخه مستفيد شي.
    ۵- د موټرونو څښتنان هغه وخت له دې معافيت څخه برخمنېدلی شي چې د معافيت د منظورۍ له نېټې څخه د شپږو مياشتو په اوږدو کې مالياتي ادارې ته رجوع وکړي.
    ۶- د موټرونو د څښتنانو د سرغړونې او په توافقاتي زماني مقطع کې د اصلي ماليې يا د منظور شوي قسط د کچې د نه ورکړې پر مهال په قسطونو سره د ماليې د ورکړې حکم ملغی او سرغړوونکي څښتنان د ټولو باقياتو پر ورکړې مکلف دي.
    آغلې احمدي د موټرونو له ټولو څښتنانو څخه غواړي چې له دې چانس څخه گټه واخلي او د پورتنيو پرېکړو له مخه دې د تېرو کلونو باقيات پر خپل وخت تاديه کړي.