• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د اړیکتیایي خدمتونو مرکز

    اوس ۱۰۰۰ اړیکشمېره تاسې د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره نښلوي او ستاسې ټولو مالیاتي پوښتنو، شکايتونو او ستونزو ته ځواب وایي.
    د ماليې وزارت د عوايدو رياست پر خپل وخت د سوداگرو، شرکتونو او گرانو ماليه ورکوونکيو د شکايتونو د اورېدلو او د اسانتياؤ د رامينځته کولو په موخه د عوايدو لوی رياست د شکايتونو د اورېدلو يو زر (۱۰۰۰) شمېره د شکايتونو د اورېدلو او ثبت لپاره فعاله کړې ده.
    ښاغلي ماليه ورکوونکي د خپلو شکايتونو د ثبت او پر خپل وخت د اورېدلو او حل لپاره پر دغې شمېرې له اړيکي ټينگولو سره د خپلو شکايتونو تر ثبت وروسته نېغ په نېغه له صلاحيت لرونکيو مقاماتو سره شريکوي.