• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیاتو د پوهاوي راډیویي خبرتیاوې

    لومړۍ خبرتيا 

    گرانو ماليه ورکوونکيو!
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست تل هڅه کړې چې د ماليه ورکوونکيو لپاره د غوره خدمتونو په پار اسانتياوې رامنځته کړي چې له نېکه مرغه د نوي نوښت له مخه يې په برېښنايي بڼه د مالياتي اظهارليکونو وړاندې کوونکی سيسټم (e-Filing) چمتو او عملي کړی دی چې محترم ماليه ورکوونکي له دې معياري خدمتونو څخه گټه اخيستلی شي.
    د لا زياتو معلوماتو لپاره د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست وېبپاڼې (ard.gov.af) ته په سر ورښکاره کولو سره کاروونکی نوم (User Name) تر لاسه کولی شي.

    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی

    د راډیویي خبرتیاوې دانلود



     


    دويمه خبرتيا 

    گرانو ماليه ورکوونکيو!
    آيا د مالياتي ادارې د ماليې له سنجش سره موافق يئ؟
    د مالياتي چارو د ادارې قانون يوولسمه ماده (۱۱) تاسې ته دا حق درکوي چې د خپلو حقوقو دفاع وکړئ.
    د ورکړې وړ ماليې د سنجش (مالياتي تصميم) له تر لاسه کولو وروسته د ۴۵ ورځو په ترڅ کې د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د شکايتونو اورېدلو رياست ته په رسمي ډول اعتراض کولی شئ. دغه اداره د مالياتي او نورو قوانينو په رڼا کې ستاسې اعتراض اوري.
    که بيا هم د ماليه ورکوونکيو د شکايتونو اورېدلو رياست له پرېکړې سره موافق نه يئ، د مالياتي شخړو د حل بورډ او د مالياتي شخړو اورېدلو ابتدايي محکمې ته مراجعه کولی شئ.

    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی

    د راډیویي خبرتیاوې دانلود 




    درېيمه خبرتيا

    د مالياتو ابتدايي تصفيې چې پخوا به مالياتي ادارو ۱۳ مالي حمايتي سندونه غوښتل، اوسمهال ماليه ورکوونکي يوازې د لاندېنيو ۵ مالي حمايتي سندونو پر وړاندې کولو اړ دي:
    ۱- مالياتي اظهارليک او بيلانس شيټ
    ۲- د جواز کاپي
    ۳- د م- ۱۶ فورمې
    ۴- د انتفاعي ماليې درې مياشتنۍ فورمې
    ۵- د موضوعي مالياتو (تنخوا، کرايې، قرارداد او نورو) فورمې
    پخوا به دغې پروسې په مالياتي ادارو کې ډېر وخت نيوه، خو اوسمهال د مالياتي چارو د ادارې قانون د ۵۹ مادې پر بنسټ د ۲۱ ورځو يا ۱۶۸ کاري ساعتونو په ترڅ کې ترسره کېږي.
    هغه ماليه ورکوونکي چې د برېښنايي اظهارليک د وړاندې کوونکي سيسټم (e-Filing) څخه گټه اخلي، د ذکر شويو پېنځو اسنادو پر وړاندې کولو مکلف نه دي.

    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی

    د راډیویي خبرتیاوی دانلود 



     



    څلورمه خبرتيا 

    گرانو ماليه ورکوونکيو!
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړيکتيايي مرکز په ټول هېواد (پلازمېنې او ولايتونو) کې د قدرمنو ماليه ورکوونکيو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه فعاليت پيل کړی دی. ښاغلي ماليه ورکوونکي د مالياتي پوښتنو، شکايتونو، وړانديزونو، انتقادونو او د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د سهار له اتو څخه د مازيگر تر څلورو بجو پورې د ټولو مخابراتي شمېرو (اتصالات، افغان بيسيم، افغان ټيليکام، ام ټي ان يا اريبا، روښان او سلام) له لارې له يو زر (۱۰۰۰) اړيکشمېرې سره په اړيکې ټينگولو خپلې ستونزې حل کولی شي.

    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی

    د راډیویي خبرتیاوې دانلود 




    پنځمه خبرتيا

    گرانو هېوادوالو!
     پر عايداتو باندې د مالیاتو قانون مطابق د کلني اظهارلیک او بیلانس د وړاندې کولو موده د مرغومي میاشتې له پیله د کب د میاشتې تر پایه ټاکل شوې ده.
     د تنخوا او قراردادي موضوعي مالیاتو اظهارلیکونه بايد د تاديې تر نېټې وروسته د ورپسې مياشتې تر لسمې نېټې پورې تاديه شي.
     د کرايې موضوعي مالياتو اظهارليکونه بايد د تاديې تر نېټې وروسته د ورپسې مياشتې تر پېنځلسمې نېټې پورې تادیه شي.
     پر انتفاعي معاملاتو د مالیاتو اظهارلیکونه باید د هرو درېيو مياشتو تر پای ته رسېدو وروسته په ۱۵ ورځو کې تادیه او وړاندې شي.
    ټولو مالیه ورکوونکيو ته خبر ورکول کېږي چې خپل مالیات پر ټاکلي وخت تادیه او مالیاتي ادارې ته یې و‌ړاندې کړي او که چېرې خپل مالیات پر ټاکلي وخت مالیاتي ادارې ته تاديه او وړاندې نه کړي، نو د نافذه قوانینو له مخه ورباندې مالیالتي جرایم او د قانون نور تطبیقي مواد پلي کېږي.

    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی

    د راډیویي خبرتیاوی دانلود 



     



    شپږمه خبرتيا

    قدرمنو هېوادوالو، سوداگرو او د شرکتونو خاوندانو!
    آيا پوهېږئ، کومې پيسې چې تاسې د ماليې په توگه ورکوئ، هغه چېرته ځي او پر څه مصرفېږي؟
    آيا پوهېږي، که تاسې پر خپل وخت ماليه ورکړئ، نو زموږ او زموږ د هېواد پر راتلونکي څه اغېز لري؟
    هوکې،
    قدرمنو هېوادوالو! د ماليې پيسې د افغانانو پيسې دي چې دولت يې د اقتصادي بنسټيزو پروژو (برېښناکوټونو، ښوونځيو، روغتونونو، پوهنتونونو، مواصلاتي لارو، پلونو او پُلچکونو) پر لګښتونو او د امنيتي ځواکونو، ډاکټرانو او ښوونکيو پر تنخواؤ مصرفوي.
    که ماليه ورکوونکي ماليه پر خپل وخت تحويل کړي، نو افغانستان به د اقتصاد له مخه پر خپلو پښو ودرېږي.

    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی

    د راډیویي خبرتیاویې دانلود