• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    شکایات

    د شکایاتو د اوریدول ریاست په ۱۳۹۰ کال کی د مالیی وزارت د رهبری هیئت د مالیه ورکوونکیو(حقیقی او حکمی اشخاصو) ستونزو او اعتراضونو ته د رسیدلو په 
    منظور او د عوایدو لوی ریاست په چوکات کی د مالیاتی قضایاو نظارت په محکمو د لاندی تشکیل په منیځ ته راغلی او په کار یی پیل کړي دي.

    د چارو د اداری د قانون د ۱۱ مادی مطابق که چیرې مالیه ورکوونکی د مالیاتی اداری په پریکړه قناعت و نلری کولای شی د ۴۵ ورځو په موده کی د مالیاتی تصمیم د ترلاسه کیدو ورسته د مالیه ورکونکیو شکایتونو د اوریدولو ریاست کی خپل اعتراض ثبت کړی او د شکایتونو د اوریدولو ریاست مکلف دی چی د ۶۰ ورځو په موده کی اعتراض ته ورسیږی او خپل تصمیم په ۳۰ ورځو کی مالیه ورکوونکی ته ابلاغ کړی. 
    د یادونی وړ ده چي اعتراض باید د شکایتونو د اوریدول ریاست ته په مخصوص فورمه کی د خاصو شرایطو په نظر کی نیولو سره وړاندی کړی.



    اعتراضونو ته د رسیدلو پړاونه

    هرکله چی مالیه ورکوونکی د شکایاتو ریاست په تصمیم
    قناعت و نلری د چارو د اداری قانون د ۱۲ مادی په اساس د مالیاتی تصمیم د ترلاسه
    کیدو ورسته په ۳۰ ورځو کی خپل اعتراض د مالیاتی شخړو د حل بورد ته وړاندی کړي.



    د مالیاتی د غوښتنلیک شخړو بورډ کې د تجدید نظر د اوریدلو بهیر

    هر کله چې د شخړی یو لوری او یا دواړه لوري د مالیاتی شخړو د بورډ په پریګره قناهت و نلری، کولای شي د پریکړی د لاسته راوړول څخه د دیرشو ورځو په موده کی اړوندی محکمی ته مراجعه وکړی که نه نو، د مالیاتی شخړو د حل د بورډ پریکړه ورستی او د تطبیق پریکړه ده. 

    هر کله چی د قضیه لوری د مالیاتی شخړو د د بورډ په په پریکړه قناعت ونلری او اړوندی محکمی ته مراجعه وکړی، دوسیه له بورډ څخه محکمی ته لیږل کیږی د شکایتونو د اوریدلو رئیس او په محکمو کی د قضایاو د تعقیب آمر د نماینده په توګه د مالیی وزارت او دولت له منافعو په محکمه کی دفاع کوی.