• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیاتی شخړو د حل بورډ په اړه د افغانستان د صنایعو او معادنو اتاق غړو ته معلومات ورکړل شول

    656_n.jpg

    10 جدی 1398
    دغه غونډه چې د صنايعو او معادنو اوتاق د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د توليدي سکټور د بېلابېلو برخو استازيو په کې گډون درلود، تر ټولو مخکې د صنايعو او معادنو د اوتاق اجرائيوي هيئت رئيس رحيم الله سمندر گډنوالو ته ښه راغلاست ووايه او د مالياتي شخړو د حل بورډ د ايجاد له امله يې د افغانستان اسلامي جمهوريت له مشرتابه او د ماليې وزارت د رهبرۍ مننه وکړه.
    هغه په خپلو خبرو کې وويل: “دا بورډ به غسې چې د افغانستان په مالياتي قوانينو کې صراحت لري، په مستقل ډول د ماليه ورکوونکيو د مالياتي شخړو او اعتراضونو ته رسېدنه کوي.”
    وروسته د مالياتي شخړو د حل بورډ رئيس عبدالظهور مهران د جلسې د گډونوالو مننه او د بورډ د ايجاد پر اړتيا او اهميت يې رڼا واچوله.
    ورپسې د مالياتو په برخې کې د بورډ غړي نصرالله دراني د بورډ د اړتيا، ډول او ارزښت په اړه د غونډې گډونوالو ته معلومات د پرېزېنټېشن په بڼه وړاندې کړل او د دغه بورډ د کاري پروسې په اړه يې هراړخيز معلومات ارايه کړل.
    همدا راز دراني د غونډې په پای کې د مالياتي شخړو د حل لپاره د اعتراض فورمې گډونوالو ته تشرېح کړه.
    د يادونې وړ ده چې د مالياتي چارو د ادارې قانون د (۵۵) مادې د حکم پر بنسټ او د نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ماليې وزارت د تعهداتو پر بنسټ د جمهوري رياست د عالي مقام د ۱۳/ ۷/ ۱۳۹۸ نېټې د (۱۸۳۵) گڼې حکم پر بنسټ د مالياتي شخړو د حل بورډ د ماليه ورکوونکيو مالياتي اعتراضونو ته د رسېدنې په موخه رامينځته شو او عملاً يې پر خپل فعاليت پیل کړی دی.