• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لويې رئيسې د جاپان د نړيوالو همکاريو ادارې له استازيو سره وليدل

    6 جدی 1398
    د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د جاپان د نړيوالو همکاريو ادارې (JICA) له اجرائيوي استازي کاستونوري يوهارا او د دغې ادارې د عملياتي ستراتېژۍ رئيس جاوېد عظيمي سره وليدل.
    آغلې احمدي او ښاغلي يوهارا د ماليې د راټولولو چارو د پياوړي کولو په اړه ده‌اړخيزې خبرې وکړې، ځکه چې دغه چاره له نړيوالې ټولنې څخه د مالي خپلواکۍ د تر لاسه کولو په برخې کې د دې هېواد له لومړيتوبونو څخه ګڼل کېږي.
    ښاغلي يوهارا په خپلو خبرو کې وويل: “د مالياتي سيسټم او ادارې پياوړتيا او ښه‌والی د ملي مالي بنسټ د ثبات او ودې لپاره اړين دي.”
    يوهارا په راتلونکيو پېنځو کلونو کې له افغانستان سره د ظرفيت جوړونې، ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو په برخې کې د پوهې شريکولو او د وړتيا جوړولو پر نوښت باندې بحث وکړ.
    د يوهارا په وينا، د جاپان د نړيوالو همکاريو اداره د پوهې شريکولو ته ژمنه او د ټېکنالوژۍ په برخې کې به هراړخيزه مرسته کوي او همدا راز به دوی د مالياتو د آکاډمۍ ماډيولونو ته پياوړتيا او وده او د نړيوالو معياونو تر کچې به پراختيا ورکوي.
    د جاپان د نړيوالو همکاريو اداره به په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې پېنځلسو کارکوونکيو ته روزنه ورکوي او تر ۲۰۲۵ زېږديز کال پورې به د عوايدو لوی رياست سره د بررسۍ او اطاعت پذيرۍ په برخو کې مرستې ته دوام ورکوي او همدا راز له ساحې څخه د ليدنې پر مهمو موضوعاتو باندې د بحث کولو او د جاپان له مالياتي سيسټم څخه د زده کړې زمينه برابروي چې له ستونزمنو حالاتو او چاپېريال سره د تقابل له امله په کافي اندازه تجربه ومومي.
    په پيل کې به پروګرام د مالياتي ادارې څو موضوعات تر پوښښ لاندې نيسي او ډېر تاکيد به د ماليې پر راټولولو لکه د ارزښت پر زياتوالي د ماليې (VAT) باندې وي. د عوايدو لوی رياست کارکوونکي به د افغانستان په مالياتي ادارو کې بالقوه ستونزه تر درک کولو وروسته حل کوي.
    دغه روزنه په ځانګړي ډول د عوايدو لوی رياست د مالياتي کارکوونکيو لپاره طرحه شوې ده؛ له فرصت څخه په ګټې اخيستلو سره به هغوی پر دې مهمو ستونزو باندې بحث کوي، د مالياتو ملي مرکزي فاکولتې کې به د بررسۍ نوي تخنيکونه، مالياتي سيسټمونه او د مالياتي چارو د ادارې اړوند موضوعات او عملي پوهه لکه د مالياتي سيسټمونو طرحې (د ارزښت پر زياتوالي د ماليې په ګډون)، مالياتي امتحانونه، د ماليه ورکوونکيو مديريت او ماليه ورکوونکيو ته د خدمتونو وړاندې کول زده کوي.
    آغلې احمدي د عوايدو لوی رياست کارکوونکيو ته د پوهې د لېږدولو او د وړتيا جوړولو په برخو کې د (JICA) د مرستې هرکلی وکړ او د افغانستان د ځان بسياينې د اړتيا يادونه يې وکړه او ويې ويل چې د عوايدو لوی رياست تر ۲۰۲۴ زېږديز کال پورې دې موخې ته د رسېدو لپاره ژمن دی.