• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د گمرکونو او عوايدو سرپرست معين او د عوايدو لويې رئيسې د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست ليدنه ترسره کړه

    2 جدی 1398
    د گمرکونو او عوايدو معينيت سرپرست ډاکټر وليد تميم او د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست د ټولو دفترونو ليدنه په داسې حال کې ترسره کړه چې د دغه رياست رئيس حبيب الله امين اندړ هم حاضر ؤ او له ټولو کارکوونکيو سره يې د ليدنې په ترڅ کې هغوی ته د نوي ۱۳۹۹ مالي کال مبارکي ورکړه.
    ښاغلي تميم د ۱۳۹۸ مالي کال د عوايدي هدف د تحقق او لاسته راوړلو له امله له کارکوونکيو څخه په خوښۍ ښودلو سره مننه وکړه او په خپلو خبرو کې يې وويل: “په تېر ۱۳۹۸ مالي کال کې موږ ثابته کړه چې پوتنشيال شته او تر دې زيات عوايدي هدف تر لاسه کولی شو.”
    تميم زياته کړه: “په ۱۳۹۹ مالي کال کې موږ بايد خپلو ادارو ته په يوه نوي فکر راشو او له خپلې ادارې سره ژمنتيا، په چارو کې رښتينولي، د خلکو خوښي او له اداري فساد سره مبارزه بايد زموږ د کارونو په اوليت کې واوسي.”
    آغلې احمدي هم د دغې ليدنې په ترڅ کې د کارکوونکيو د هڅو ستاينه وکړه او په خبرو کې يې وويل: “۱۳۹۹ مالي کال موږ د مالياتي سيسټمونو د برېښنايي کولو او ريفورم په نامه نومولی دی، نو له تاسې څخه غواړو چې په دې کال کې بايد ټولې مالياتي چارې او مالياتي ورکړې د آنلاين سيسټم له لارې ترسره شي.”
    په دغې ليدنې کې د گمرکونو او عوايدو معينيت سرپرست او د عوايدو لويې رئيسې کارکوونکيو ته اړينې سپارښتنې وکړې او د سپارښتنو د تطبيق او اجراء د نظارت لپاره يې د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست د بيا ليدنې ژمنه وکړه.