• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    عبدالحبیب ځدراڼ

    عبدالحبیب ځدران د ماستری په کچه د مالی چارو په برخه کی د پاکستان هیواد پنجاب پوهنتون څخه سند ترلاسه کړی دی. هغه د زیمنس شرکت د رئیس په توګه په افغانستان دنده ترسره کړی، د اجرائیه رئیس، د کابل جدید په خپلواک بورد کی د تدارکاتو او مالی رئیس او د ډیریو شرکتونو او بین المللی سازمانونو په ریاستونو کار کړی دی، مالی وزارت د بودجه د عمومی رئېس او د انکشافی پروژو د ارشد مشاور په صفت په افغانستان کی وظیفه ترسره کړی ده.
    هغه په ۲۰۱۶ میلادی کال کی د مالیی وزارت د عوایدو لوی ریاست د د لویو مالیه ورکوونکیو د ریاست رئېس په توګه دنده ترسر کړی. د پراخه اصلاحاتو په نتیجه کی په یاد ریاست کی د عوایدو په زیاتوالی کی د پام وړ بدلون په راتلولو سره ښاغلی ځدران د عوایدو عمومی ریاست بست ته ارتقاء وکړه. اوس مهال ښاغلی ځدران د مالیی وزارت د اداری معین او د مالیی وزیر په امنیتی سکتور کی د سپما ارشد مشاور په حیث کی دنده ترسره کوی.