• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    ډاکټر مجیب الرحمن شېرزاد

    6160_n.jpg

    ډاکټر مجيب الرحمن شېرزاد ډيپلوم د (MD) په درجې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي څخه د عمومي طب په رشتې کې تر لاسه کړی دی او د جاپان د هيروشيما پوهنتون د ملل متحد (UNITAR) د څېړنيزو او روزنيزو پروگرامونو له لارې د فيلوشيپ په وسيله د پرمختيا او رهبرۍ په برخې کې زده کړې کړې دي. د ماسټرۍ په کچه زده کړې يې د پاکستان د پرېسټن پوهنتون څخه د عمومي ادارې (EMBA) او د سویس د جینیوا پوهنتون څخه د پاليسۍ او پرمختيايي کړندلارو په برخو کې حاصلې کړې دي.
    د هېواد دننه او بهر په ملي او بين المللي لنډمهاله تخصصي کورسونو او ورکشاپونو کې يې برخه اخيستې ده چې د پيسو نړيوال صندق (IMF) د (Ede) پروگرام له لارې د Tax Administration Diagnostic Assessment Tool (TADAT) ادارې څخه د مالياتي ادارو د ارزوونکي، د مالي چارو پروگرام او پلان، د عامه مالي چارو اداره بريليکونه تر لاسه کړي دي.
    همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د (IVLP) پروگرام له لارې د کمپنيو د ټولنيز مسؤليت پروگرام هم د بېلگې په ډول يادولی شو.
    ډاکټر مجيب الرحمن شېرزاد د CNN, HNI, AMI, SERVE, PBL بين المللي سازمانونو سره د رهبرۍ په کچه کارونه کړي دي.
    نوموړي له ځينو دولتي ادارو لکه د افغانستان د پانگونې خونې يا آيسا سره د ختيز زون د سيمييزې څانگې د مسؤل، د افغانستان برېښنا شرکت سره د ختيزې حوزې د رئيس او تر دې وروسته پر ۱۳۹۰ لمريز کال د ماليې وزارت د پرمختيايي پروژو د کتنې او څارنې د رئيس دندې ترسره کړې دي.
    ډاکټر مجيب الرحمن شېرزاد پر ۱۳۹۱ لمريز کال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د آزادې سيالۍ له لوري د ماليې وزارت د عوايدو د پلان رئيس او پر ۱۳۹۴ لمريز کال د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس او پر ۱۳۹۶ لمريز کال د پلټنې عالي ادارې د مالي او اداري مرستيال دندې پر مخ وړې دي.
    د ښاغلي شېرزاد تېرو تجربو او کاري سابقې ته په کتلو سره د ماليې وزارت د وړانديز او د جمهوري رياست د عالي مقام د منظورۍ له مخه د گمرکونو او عوايدو معين وټاکل شو چې لا يې هم چارې پر مخ وړي.