• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    خبرتيا: د مالياتي محاسبينو ازموينه

    ټولو هغو اشخاصو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ته يې د مالياتي محاسب د جواز د اخيستو لپاره غوښتنليکونه سپارلي او په لومړني نوملړ (ابتدايي شارټ لېسټ) کې راايستل شوي دي، د روان ۱۳۹۸ لمريز کال د ليندۍ مياشتې پر يوويشتمې (۲۱) نېټې د سهار پر نهو (۹) بجو د گمرکونو او مالياتو آکاډمۍ کې يې ازموينه اخيستل کېږي؛ هيله ده چې تر ټاکلي وخت مخکې تشريف راوړي.