د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ له وزیر سره د گمرکونو او عوايدو د معين غونډه
11 عقرب 1398
د مالیې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ډاکټر ولید تمیم د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر محمد فهیم هاشمي سره د عوایدو اړوند موضوعاتو په اړه غونډه وکړه.
په دغې غونډې کې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د عوایدو زیاتولو تر څنگ د لس سلنه مخابراتي محصول، دوه سلنه سپېکټرم فیس او اترا ادارې د عوایدو په اړه هراړخیز بحث وشو.
د غونډې په پای کې د دواړه لوريو له خوا د پورتنيو موضوعاتو په اړه د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ژمنه وشوه.
د یادونې وړ ده چې په دغې غونډې کې د مالیې وزارت د عوایدو لويې رئیسې آغلې آمنې احمدي، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس خلیق الله او د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د مالي چارو رئیس مصطفی نوري هم گډون درلود.